د فراه ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس خاک سفید ولسوالۍ ته سفر وکړ
د کاري بهیر د لاښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه د ارزونې په موخه، د فراه ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت خاک سفید ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی غوښتنې او اړتياوې یې واورېدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.
هغه همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت له چارو څخه له نږدې ارزونه وکړه او د کارونو د لا ښه والي په موخه یې اړوند مدير ته لازمې لارښوونې وکړې.
