د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بادغیس ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Thu, May 07 2026 10:27 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست آمر محترم ملا ابراهیم شاه خلیل او د وزارت مقام سکرتر محترم حافظ نورمحمد یې ملتیا کوله، په نیمروز او فراه ولایتونو کې د مجردو شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو سره د لیدنې، د هغوی پوښتنې او د نغدي مرستو د ترسره کولو وروسته، نن بادغیس ولایت ته سفر وکړ.

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې ولیدل، د هغوی اړتیاوې او ستونزې یې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې ترسره کړې.

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بادغیس ولایت له پخواني والي محترم الحاج ملا محمد حنیف حمزه سره وکتل، په دې لیدنه کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو د وضعیت د ښه والي په اړه خبرې وشوې.

همداراز محترم مفتي عبدالاحد مسعود یاد ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر د سفر اصلي موخه، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی له لورې د مجردو شهیدانو کورنیو لپاره د ځانګړې شوې تحفې سپارل، له نږدې د هغوی احوال اخیستل وبلل، هغه همداراز د قرآن عظیم الشان او د نبوي صلي الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په رڼا کې د شهادت پر فضلیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت د شهیدانو ورثه او معلولین هېڅ وخت نه هېروي او هغوی ته ځانګړې پاملرنه لري.

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد اسماعیل رحماني هم د محترم وزیر صاحب هرکلی وکړ. د وزیر صاحب سفر یې د شهیدانو کورنیو او معلولینو د لاسنیوي او پوښتنې په برخه کې د اسلامي امارت د بشپړې پاملرنې نښه وبلله.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS