د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Mon, Apr 13 2026 9:28 PM

د چارو د لا ښه انسجام او د همغږۍ د پياوړتیا په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو برخو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډې کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي په روان مالي کال کې د چارو د ښه پرمختګ او انسجام په موخه د اغېزمنو پلانونو د جوړولو، د ۱۴۰۵ مالي کال د تشکیل لپاره د چمتووالي نیولو، د تشویق او تنبیه د میکانیزم د پلي کولو او د استخدامي چارو د رهنمودونو په اړه مفصلې خبرې وکړې، همدارنګه د کارکوونکو د خلص سوانحو د برخې (CPMIS)، سیسټم د فعالولو، د سوانحو د دفترونو د منظم ترتیب او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د معرفي شوي پلاوي کاري څرنګوالی او نور اړوند مهم موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.

د یادې غونډې ګډونوالو هم د چارو د لاښه والي په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل چې د څېړلو وروسته، د محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري ورته لازمې لارښوونې وشوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS