د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د افغان ځوانانو لپاره د زده کړې او روغتیا (AYEHO) مؤسسې سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

asad_admin
Wed, Mar 11 2026 10:03 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کاپیسا او پنجشېر ولایتونو د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د افغان ځوانانو لپاره د زده کړې او روغتیا (AYEHO) مؤسسې سره د (۵) لکه، (۶۹) زره او (۴۸۷) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک کړل.

د همکارۍ دغه هوکړه لیکونه د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د افغان ځوانانو لپاره د زده کړې او روغتیا (AYEHO) مؤسسې رئيس محترم الله یار ابراهیمي ترمنځ لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیکونو پر اساس به د شهیدانو کورنیو، معلولیت لرونکو او د ټولنې نورو زیانمنو شویو کورنیو څخه (۱۴۰۵) تنه مستحقو کسانو لپاره د خیاطۍ، د برېښنايي وسایلو د کارونې، د لبنیاتو تولید، د خوراکي موادو ساتنې، د موبایل ترمیم او نورو برخو کې د مسلکي استادانو له لوري زده‌کړې ورکړل شي، ترڅو یاد کسان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

همداراز د دغو پروګرامونو فارغانو ته به د فراغت وروسته د خپلې اړوندې حرفې د کار د پیل لپاره لازم وسایل او امکانات هم برابر شي، تر څو وکولای شي خپل شخصي کاروبار ته دوام ورکړي.

د دې ترڅنګ، یو شمېر هغو زیانمن شوو ځوانانو ته چې د سواد له نعمت څخه محروم پاتې دي، زده کړه ئيزې برنامې په لاره واچول شي او دغه پروژه به د لسو میاشتو په موده کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS