د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي توکو وېش

asad_admin
Sat, Feb 21 2026 9:08 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او درې ډوله نور خوراکي توکي هم شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم سلګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په دې وزارت ورته مرستې ترسره شوې وې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS