د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې تر منځ څه باندې (۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ژمي موسم په را رسیدو سره د شهیدانو کورنيو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د (۳) میلیونه او (۴۱۰) زره افغانیو په ارزښت د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک له مخې به (۸۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته، په کابل، پروان، پکتیا او سرپل ولایتونو کې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې کمپلې، د ګاز ډبۍ او د البسې نور توکي شامل دي، ووېشل شي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ترمنځ لاسلیک شو، چې د تطبیق چارې به یې د پورته ذکر شویو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ د دوو میاشتو په موده کې پر مخ یوړل شي.
محترم مولوي ثناءالله فرقاني د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یادې مؤسسې له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په پار مننه وکړه او د یادې مؤسسې له مسؤل یې وغوښتل چې د ټولنې د دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي تر څو د هغوی اقتصادي ستونزو ته په ښه ډول رسیدګي وشي.
