د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس کندز ولايت ته سفر وکړ

asad_admin
Wed, Nov 12 2025 11:43 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم مولوي سخي جان یې ملتیا کوله، د کندز ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست ته یې سفر وکړ او هلته یې د دعوت او ارشاد اړوند له چارو څخه ارزونه ترسره کړه.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود په کندز ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کارکوونکو سره په لیدنه کې د یتیمانو د مال او حقوقو د خوندي کولو او له ضایع کېدو څخه یې د مخنیوي پر اهمیت ټینګار وکړ او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې دندو ته پر وخت حاضر شي، له هر ډول غفلت او سهل‌انګارۍ څخه ځانونه وساتي او د بیت‌المال په کارولو کې، له مېز او څوکیو نیولې تر بریښنا او د نورو منابعو په کارولو کې بشپړ احتیاط وکړي، ځکه چې ټول د الله تعالی جل جلاله په لوی امتحان کې واقع یو.

همداراز محترم مولوي محمد امین درویش د مشرانو د اوامرو د اطاعت په اړه هم ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل چې د دعوت او ارشاد تعلیمي نصاب په بشپړ ډول عملي کړي او خپل سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره همکارۍ‌ او همغږۍ ترسره کړي.

د‌ یادونې وړ ده چې د‌ کندز ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS