شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د دوو خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

asad_admin
Wed, Oct 29 2025 9:03 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د دوو خالي بستونو د ډکولو په موخه، چې یو یې د مالي او حسابي چارو په ریاست کې بالمقطع او بل یې د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست کې رسمي بست وو، د شفاف او عادلانه رقابت له لارې ازموینه واخیستله، د دې ازموینې موخه د وړتیا او مسلکي مهارت پر بنسټ د مناسبو کسانو ګمارل وو، چې په کې څوارلس (۱۴) تنو په شرایطو برابر کسانو ګډون کړی وو.

یاده ازموینه د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد، د څارنې او ارزونې ریاست د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي، د ادارې پراختیا آمر محترم عزیز احمد احمدي، او د دعوت او ارشاد ریاست د استازي محترم قاري فضل الحق په حضور کې ترسره شوه.

د ازموینې بهیر په پوره دقت او شفافیت سره ترسره شو، ترڅو هغه کسان چې مسلکي وړتیاوې لري، په یادو بستونو کې وګمارل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS