د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې له (۱۱) تنو کارکوونکو څخه د کمپیوټر ازموینه واخیستل شوه

asad_admin
Wed, Sep 10 2025 10:26 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت اړوند (۱۱) تنو کارکوونکو ته د کاري ظرفیتونو لوړولو په موخه یو میاشت وړاندې د کمپیوټر د پاورپاینټ پروګرام تدریس پېل شوی وو، چې د یوه پروګرام په ترڅ کې د هغوی څخه ازموینه واخیستل شوه.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړولو په موخه د مدیریت، اداري مراسلاتو، د کمپیوټر د مهارتونو زده کړې او په نورو برخو کې ګڼ شمېر روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوي دي. دغه پروګرامونه د کارکوونکو د پوهې په لوړولو، مسلکي وړتیاوو  زیاتولو او د اداري چارو په ښه‌ والي کې یې مهم رول لوبولی دی او د دې زمینه یې برابره کړې چې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته غوره او اغېزمن خدمتونه وړاندې شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS