په کابل ولایت کې پر (۱۲۰۰) مستحقو کورنيو باندې د قربانۍ د غوښو وېش

asad_admin
Sat, Jun 14 2025 10:08 AM

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ځینو خیریه مؤسسو په همکارۍ، د ټولنې له اړمنو قشرونو څخه د ملاتړ په موخه، د کابل ولایت اړوند د قره‌ باغ، شکر درې او بګرامي ولسوالیو د شهیدانو او معلولینو (۱۲۰۰) مستحقو کورنیو ته د قربانۍ غوښې وویشلې.

یادې مرستې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیرمحمد صمیم، د وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع‌ الله ابوالمختار او د خیریه مؤسسو د مسؤلینو په حضور کې په شفاف او منظم ډول ووېشل شوې.

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د دې مرستو د وېش اصلي موخه د اختر په خوښیو کې د یتیمانو او معلولینو پر څېرو د موسکا راوستل او د هغوی لپاره د ټولنیز ملاتړ او همدردۍ روحیې لا پیاوړي کول یاد کړل.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS