د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د ارزښتناکه توصیو د ابلاغ په موخه د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

asad_admin
Mon, May 05 2025 9:18 AM

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر په مشرۍ په یاد ریاست کې جوړه شوې وه، په هغه کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ارزښتناکې توصیې، چې د کابل ولایت له اړوندو رئیسانو سره د وروستۍ لیدنې پر مهال بیان شوې وې. یادې توصیې د مؤثره تطبیق او ښه درک په موخه د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ټولو کارکوونکو ته په رسمي توګه ابلاغ شوې.

د غونډې ګډونوالو هم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ارزښتناکه توصیو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې دا مهمې توصیې به، په خپلو ورځنیو چارو کې په بشپړه توګه پلي کړي.

د دې ترڅنګ په دې غونډه کې د اداري چارو د لاښه مؤثریت او همداراز د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اسنادو د سروې او بررسۍ پروسې پر څرنګوالي هم خبرې وشوې او له کارکوونکو څخه وغوښتل شول چې سپارل شوې چارې په پوره همغږۍ او اخلاص سره ترسره کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS