د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند رئیسانو او آمرینو ته د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې په تړاو د پوهاوي یو ورځنی سیمینار دایر شو

asad_admin
Mon, Mar 10 2025 10:35 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند رئیسانو او آمرینو ته د کارکوونکو اجراآتو د ارزونې د څرنګوالي په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د استادانو له لوري د پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار په پېل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې اصلي موخه، د کارکوونکو د وړتیاوو او استعدادونو دقیقه ارزونه، د شته نیمګړتیاوو او ستونزو پیژندنه او په سمه توګه د ورسپارل شویو مسؤلیتونو د ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول وبلل.

محترم مولوي کلیم الله افغان د وزارت اړوند رئیسانو او آمرینو ته په خطاب کې وویل: د اسلامي امارت او  ملت د عزت ساتنه ستاسو په لاسونو کې ده. اړینه ده چې سپارل شوې چارې په صداقت، ایماندارۍ او بشپړ اخلاص سره ترسره کړې، ځکه چې د افغان ملت غوښتنه دا ده چې ستاسو د مؤثر او کارآمد مدیریت په ترڅ کې د هغوی د هوساینې لپاره کوټلي ګامونه پورته شي.

په دې سیمینار کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې پروسې د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د کارکوونکو چارو ریاست، د چارو ادارې لوی رياست څخه د رالېږل شوي لارښود پر اساس د دې وزارت کارکوونکو د اجراآتو او کړنو د ارزونې لپاره یو جامع لارښود ترتیب کړی دی، د دې لارښود په رڼا کې به د رئیسانو، آمرینو او ټاکل شوې کمېټې لخوا د کارکوونکو اجراآت په منظم ډول و ارزول شي تر څو د کارکوونکو وړتیاوې او کاري استعدادونه وپېژندل شي.

همداراز د ملکي خدمتونو د پالیسیو او حقوقي چارو مرستیال محترم عزت الله امان د کارکوونکو د اجراآتو او کړنو د ارزونې پروسې پر اهمیت خبرې وکړې او وې ویل: د کارکوونکو د اجراآتو ارزونه چې د هغوی د طرز سلوک، د دندو لایحو او کاري پلان پر اساس ترسره کېږي د بشپړ شفافیت د رامنځته کولو، د عدالت تأمینولو او د نظام څخه د خلکو د رضایت زیاتولو لامل ګرځي همداراز دا پروسه به د انساني منابعو مؤثر کارول تضمینوي او د نظام په هکله به د خلکو باور پیاوړی کړي.

د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتی فیصل خاموش د سیمینار د جوړولو په هکله معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د کارکوونکو د اجراآتو ارزونې پروسه به، په بشپړ شفافیت او منظم ډول پر مخ یوړل شي.

په پام کې ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د اجراآتو ارزونه به د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري په نوبت وار ډول د ټاکل شوو معیارونو پر اساس ترسره شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS