د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د انساني مرستو مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Wed, Mar 05 2025 10:24 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د مستحقو کسانو لپاره د مرستو چمتو کولو په موخه د انساني مرستو مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ .

د همکارۍ دغه هوکړه لیک چې د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د انساني مرستو مؤسسې مسؤل محترم نصرالله شینواري ترمنځ لاسلیک شو، له مخې به یې، د کابل ولایت اړوند (۱۸۲۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي مواد چمتو، همداراز د یتیم ماشومانو لپاره اختریزې کڅوړې هم ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، د دې پروژې مجموعي لګښت (۶۱) زره او (۹۷۳) امریکایي ډالره کېږي او د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ به د یوې میاشتې په ترڅ کې تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS