د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې معلولیت لرونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه ناسته وشوه

asad_admin
Sat, Feb 15 2025 9:50 AM
mmd

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د ښاروالۍ او د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو په حضور؛ د معلولیت لرونکو هېوادوالو ستونزو او هغوی ته د کاري فرصتونو د ا یجاد په موخه د همغږۍ ناسته جوړه شوه.

د کتنې په پیل کې د شهیدانو او معلولنیو چارو وزارت استازي په هېواد کې د معلولینو د عمومي وضعیت، شمېر، ستونزو، په مختلفو ادارو کې د کاري فرصتونو د ایجاد او دوی ته په اړوندو برخو کې د ګټورو خدماتو او لازمو سهولتونو برابرولو په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول.

ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د یادو ادارو د فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د افغانستان اسلامي امارت تل په دې هڅه کې دی، چې خپل کړېدلي ولس ته په مختلفو برخو کې د غوره ژوندانه سهولتونه برابر کړي، د دوی ستونزو ته رسېدنه او لاسنیوی یې وکړي.

د کار چارو معین همدا راز زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې دې اړمن قشر ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS