د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي برېښنایي سیسټم له چارو څخه څارنه ترسره شوه

asad_admin
Tue, Jan 14 2025 2:31 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډیټابیس او معلوماتو د سیستم ریاست د ایم، آی ، اس آمر محترم انجنیر الله محمد دوست په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي چې محترم شکرالله اوریا، محترم بختیار اریوبي او محترم اجمل اندړ یې ملتیا کوله د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي برېښنایي سیسټم له چارو او د اړوند اسنادو څخه هر اړخیزه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د دې څارنې پر مهال یاد تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لورې د اړوند سیسټم د ترسره شویو کړنو ستاینه وکړه، د سیسټم د لاښه والي او سمون په موخه یې اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

په ورته وخت کې د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي احسان الله عابد د تخنیکي پلاوي څخه مننه وکړه او وې ویل: د څارنې او ارزونې پروسه په چارو کې د مؤثریت او شفافیت د رامنځته کیدو لامل ګرځي او د نوموړي ټیم له لوري یې ورکړل شویو لارښونو او سپارښتنو ته د پوره پاملرنې ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS