د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د غزني ولایت له والي سره وکتل

asad_admin
Tue, Nov 19 2024 2:42 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني چې د دې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي یې ملتیا کوله، غزني ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي محترم الحاج حافظ محمد امین عمري سره وکتل.

د دې کتنې په ترڅ کې محترم شیخ صاحب، غزني ولایت ته یې د خپل سفر د موخو او اهدافو په هکله معلومات وړاندې کړل او له والي سره یې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په موخه مفصلې خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د غزني ولایت والي هم د یاد ریاست په وړاندې شته ستونزو او ننګونو ته د رسیدګي په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

محترم شیخ صاحب همداراز د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او اجراآتو څخه هم هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د لا غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په پار اړوند مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS