د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئیس د دې‌ ولايت د سره صليب د کمېټې له رئيس سره وکتل

nasrat_admin
Thu, Apr 25 2024 8:12 AM
mmd

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت په دې ولايت کې د سره صلیب کمېټې له رئيس محترم فتح محمد واحدي سره وکتل، په دې کتنه کې د بلخ ولايت په مرکز او ولسوالېو کې معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو جوړولو، د‌ ويلچرونو چمتو کولو، د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د نغدي پور ورکولو او هغوی ته د حرفوي زده کړو د زمينې برابرولو په هکله خبرې وشوې او په اړوند یې وړانیزونه شریک کړای شول.

په ورته وخت کې د بلخ ولايت د سره صلیب کمېټې رئيس هم ژمنه وکړه چې دوی به پورتنۍ غوښتنې له خپلو مسؤلینو سره شریکې کړي او یادو غوښتنو ته به پوره رسیدګي وشي.

همداراز د دې ولايت د سره صليب کميټې د ترسره شويو فعاليتونو او کړنو څخه هم ليدنه وشوه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS