د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې له مشرې سره وکتل

nasrat_admin
Wed, Oct 12 2022 3:01 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې له مشرۍ آغلې چارلوټ او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په یادې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس سید محمد عظیم آغا، د یاد وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل مفتي فیصل خاموش او د لاوارثه یتیمانو او معلولینو د مرکز رئیس مولوی روح الله هم ګډون درلود.

په پیل کې آغلې چارلوټ  افغانانو ته په بیلابیلو برخو کې دسره صلیب نړیوالې کمیټې د مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه:  د سره صلیب نړیوالې کمیټې له پنځه دیرشو کالو راهیسې  په افغانستان کې د دغه هېواد وګړو ته په بیلا بیلو برخو لکه معلولیت لرونکو وګړو ته د مصنوعي غړو په جوړونې، روغتیایې او اقتصادي برخو کې ډیرې مرستې ترسره کړي دي.

 د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیرښاغلي ملا عبدالمجید آخند په دې کتنه کې د معلولیت لرونکو وګړو، یتیمانو او کونډو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: په دې هېواد کې ډیرشمېر افغانان او په ځانګړې توګه معلولین، یتیمان او کونډې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او باید چې دهغوې لاسنېوی وشي.

نوموړي د سره صلیب له مشرې آغلې چارلوټ څخه وغوښتل ترڅو یتیمانو ته د حرفوي زده کړو او معلولیت لرونکو وګړو ته د مصنوعي غړو د جوړونې په برخه کې د یاد وزارت سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

په دې کتنه کې په افغانستان کې د سره صلیب د معلولیت لرونکو وګړو د بیا رغونې مشر رابرټ ټو هم په دې هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو د تداوي په برخه کې د اووه مرکزونو یادونه وکړه او ویې ویل: موږ په دغه هېواد کې معلولینو ته د زده کړو، لوبو او د کوچنېو کاروبارونو  په برخه کې اړینې مرستې ترسره کړي دي.

په همدې حال کې د لاوارثه یتیمانو او معلولینو د مرکز مشر مولوي روح الله هم د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له مشرې وغوښتل تر څومعلولیت لرونکو وګړو ته د آسایشګاه د جوړونې په برخه کې له یاد وزارت سره مرستې وکړي.

په پای کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشرې معلولیت لرونکو وګړو، یتیمانو او کونډو ته د آسانتیاو د برابرولو په برخه کې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS