د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د یوه با صلاحیته پلاوي په مشرۍ په بدخشان ولایت کې د دغه وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل

nasrat_admin
Thu, Sep 22 2022 12:52 PM
mmd

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان چې د یو با صلاحیته پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته سفر کړی دی، د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو د بررسي او څیړنې پر مهال د نوموړي ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه تر څو د بودیجې د مصرف په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او دې ریاست ته ځانګړې شوې بودیجه پر وخت او شفاف ډول مصرف کړي، تر څو یتیمان او معلولیت لرونکي وګړي وکولې شي په آسانۍ سره خپل حقوق او امتیازات پر وخت ترلاسه کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو د څیړلو په ترڅ کې د یتیمانو د وکیلانو لخوا د هغوی د حقوقو د ورکړې د څرنګوالي په هکله د یاد ریاست له رئیس سره خبرې وکړې، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د وکیلانو لخوا اړوندو یتیمانو ته حقوق او امتیازات په ښه توګه رسول کیږي، او په یاده برخه کې په ګډه سره اغیزمن تدابیر ونیول شول.

نوموړي همداراز یتیمانو او معلولینو ته د غوره او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د یاد ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې او هغوی یې وهڅول تر څو په ورځنېو چارو کې  له مراجعینو سره ښه چلند وکړي.

د بررسي او څیړنې ځانګړي پلاوي د معلولینو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د معلومولو او همدارنګه د طرحې سره سم د هغوی د حقوقو د ورکړې په برخه کې له  یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوې څخه یې د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي  په هکله پوښتنې وکړې.

نوموړي پلاوي تر دې وړاندې  د بامیان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، کندز او تخار ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو کړنې او فعالیتونه په هراړخیز ډول څېړلي وو. په شفاف او پر وخت د بودیجې د مصرفولو څرنګوالی، یتیمانو ته د اړوندو وکیلانو لخوا د حقوقو د ورکړې څرنګوالی، معلولیت لرونکو او یتیمانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی او همدارنګه د تثبیت په پروسه کې دشفافیت او د یادو ریاستونو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو له منځه وړل د دې بررسۍ او څیړنې اصلي موخه ده.

د یادونې وړ ده چې د ارزونې د پلاوي  په ترکیب کې د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالنافع منتفع او د څارنې او ارزونې ریاست غړی شامل دي، چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان کوي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS