د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ارزونې ځانګړي پلاوي د یاد وزارت له دوه اړوندو ریاستونو څخه هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
Sun, Sep 11 2022 8:18 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي پلاوي د ارزونې او پلټنې په ترڅ کې د ټولنیزو خدمتونو ریاست او همداراز د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د یادو ریاستونو ټولې اړوندې څانګې په هر اړخیزه توګه وارزول شوې او د نوموړو ریاستونو پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې د حل په موخه د ځانګړي پلاوي سره شریک کړاې شوې.

د ارزونې  په بهیر کې د اړوندو ریاستونو د کړنو او  فعالیتونو څرنګوالی، د کاري پلانونو تطبیق، د وزارت د کارکوونکو اجراآت، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو وړتیا، او همدارنګه د ریاستونو پر وړاندې  پرتو ستونزو او ننګونو د حل لارو چارو برابرول د یاد پلاوي اصلي موخه بلل شوې ده.

د ارزونې د پلاوي  په ترکیب کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلې مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي، چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي.

د یادونې وړ ده تر دې وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ځانګړي پلاوي  د ارزونې او پلټنې په ترڅ کې د یاد وزارت د ټولو اړوندو څانګو د کړنو او فعالیتونو ارزونه ترسره کړې وه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS