د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت او د هېواد لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د (۳۰۰) تحصيلي بورسونو هوکړه ليک لاسليک شو

sadiq_admin
Thu, Mar 25 2021 12:43 PM
d

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت او د هېواد لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د (۳۰۰) تحصيلي بورسونو هوکړه ليک لاسليک شو

نن پنجشنبه د وري په ۵مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې آغلې صبرۍ اندړ او د هېواد لوړو زده کړو موسسې رئيس عطامحمد هلوک ترمنځ د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د شاهين خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د (۳۰۰) تحصيلي بورسونو هوکړه ليک لاسليک شو.

په همدې تړاو رابلل شوې ناسته کې آغلې اندړ د وزارت په استازيتوب د شاهين خيريه بنسټ او هېواد خصوصي پوهنتون مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د ټولنې جنګ ځپلي او زيانمن قشر سره د زدکړو په برخه کې له وزارت سره همکاري کوي او د همدې قشر لپاره د زدکړو زمينه برابروي.

نوموړې څرګنده کړه، چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هييت په دې هڅه کې ده، چې له نورو خصوصي تحصيلي موسسو او پوهنتونونو سره هم ورته هوکړه ليکونه ولري، څو د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکي وګړي د زدکړو له نعمت څخه برخمن او پر ځان بسيا شي.

د هېواد د لوړو زده کړو موسسې رئيس عطامحمد هلوک د شهيدانو ورثې او معلولينو پر وړاندې د ټولنې ټول وګړي مکلف وګڼل، چې د ژوند په هره برخه کې د وس مطابق د هغوی لاسنيوی وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې ډېر د وياړ ځای دی چې د يو تحصيلي بنسټ په توګه د هېواد د لوړو زده کړو موسسه د شاهين خيريه بنسټ په مالي ملاتړ ددې قشر سره د زده کړو په برخه کې د خدمت فرصت مومي او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به هم په دې تړاو خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې ياد تحصيلي بورسونه به د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره په وړيا ډول په بېلا بېلو پوهنځيو کې د ليسانس په کچه د شاهين خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د څلورو کلونو لپاره د پلې کېدو وړ وي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS