د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر د جنډر پر وړاندې د توپیري چلند د مخنیوي پالیسي لاسلیک کړه

sadiq_admin
Wed, Jan 20 2021 9:17 AM
ss

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر د جنډر پر وړاندې د توپیري چلند د مخنیوي پالیسي لاسلیک کړه

نن سه شنبه د مرغومې ۳۰مه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د جنډر دیپارټمنټ له لوري ترتیب شوې د جنډر او ښځو پر وړاندې د توپيري چلند د مخنیوي پالیسي لاسلیک کړه.

د ناستې په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د جنډر سلاکارې آغلې صفیې صدیقي، په وزارت کې د ښځو لپاره د کاري زمینې برابرولو او انډول ساتنې په برخه کې د ښاغلي لعل الدین آريوبي د هلو ځلو، فعالیتونو، نیک نیت او اقداماتو ستاینه وکړه او نوموړی یې د پوره بصیرت، ځیرکتیا، پیاوړي مدیریت او مهربان رهبریت څښتن وزیر وګاڼه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې هم د جنډر برخه کې د ښاغلي آریوبي د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې نور باصلاحیته دولتي چارواکي هم د ښاغلي آریوبي لاره تعقیب کړي، څو په ټولنه کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر شي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي.

د ناستې نورو ګډونوالو په خپل وار له ښاغلي آریوبي مننه وکړه، چې د خپل بریالي ماموریت په بهیر کې یې دوی ته په ځانګړي درنښت قایل و او په وزارت کې یې ورته بنسټیز کارونه ترسره کړي دي.

ښاغلي آریوبي مننه وکړه، چې د جنډر برخې مسوولینو د جنډر او په کاري محیط کې د ښځو پر وړاندې د توپيري چلند او تاوتريخوالي د مخنیوي په اړه یې هراړخیزه پالیسي برابره کړې ده وویل: ښځې د ټولې نیمايي برخه تشکیلوي او په کاري ماحول کې له دوی څخه اغیزمنه ګټنه د چارو د لا سمبالښت او تنظیم سبب ګرځي او په دې برخه کې زیات کار او پرله پسې هڅې کولای شي چې دغه موخه ترلاسه شي.

نوموړي زیاته کړه، ښځې هم حق لري چې له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړي او په دې سره به په ټولنه کې شته نیمګرتیاوې له منځه ولاړې شي.

د ناستې په پای کې ښاغلي آریوبي د جنډر او ښځو پر وړاندې د توپيري چلند او تاوتریخوالي د مخنیوي هغه پاليسي، چې ددې وزارت د جنډر برخې مسوولینو لخوا ترتیب شوې وه، هم لاسليک کړه.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS