د معلولينو ملي فدراسيون جوړيدل د ټولو معلولينو غوښتنه ده او په دې تړاو هر اړخيزې همکارۍ ته چمتو يو

sadiq_admin
Mon, Jan 11 2021 12:31 PM
dd

د معلولينو ملي فدراسيون جوړيدل د ټولو معلولينو غوښتنه ده او په دې تړاو هر اړخيزې همکارۍ ته چمتو يو

نن دوشنبه د مرغومې ۲۲مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي، د معلولينو په چارو کې د جمهور رئيس له سلاکار عمرا خان منيب سره وکتل او د معلينو ملي فدراسيون په تړاو يې خبرې اترې وکړې.

د ناستې په پيل کې د معلولينو په چارو کې د جمهور رئيس سلاکار، ښاغلي عمرا خان منيب د معلولينو ملي فدراسيون د جوړښت پر څرنګوالي خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه څخه د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ښاغلي منيب په خبره، چې د معلولينو ملي فدراسيون د جوړيدو په هکله کارونو کې پرمختګ شوی او ډېر ژر به معلوليت لرونکي وګړي د يو منظم ميکانيزم له مخې د هيواد په کچه د ټولشموله فدراسيون خاوندان شي.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير، لعل الدين آريوبي د معلولينو ملي فدراسيون جوړيدل د ټولو معلولينو هيله وبلله او په دې اړه يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي آريوبي څرګنده کړه، چې د معلولينو ملي فدراسيون د جوړيدو په تړاو دې د معلولينو استازو او مدني بنسټونو سره همغږي را منځته او د هغوی غوښتنو او وړانديزونو ته دې پکې ځای ورکړل شي.

نوموړي د معلولينو ملي فدراسيون د ژر تر ژره جوړېدو هيله وکړه، څو د ټول هېواد په کچه د معلوليت لرونکو وګړو د ګټو خونديتوب لپاره يو ټولشموله او واحد ادرس رامنځته شي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS