په برېښنايي سیسټم کې د شهيدانو ورثې او معلولينو د اسنادو ثبت پروسه دې چټکه شي

sadiq_admin
Sun, Jan 10 2021 9:59 AM
ddd

په برېښنايي سیسټم کې د شهيدانو ورثې او معلولينو د اسنادو ثبت پروسه دې چټکه شي

نن شنبه د مرغومې په ۲۰مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د وزارت له برېښنايي سيسټم مسوولينو سره ناسته وکړه.

ښاغلي آريوبي د برېښنايي سيسټم له مسوولينو وغوښتل، چې په سيسټم کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو ثبت پروسه چټکه کړي، څو په بشپړ ډول د روڼتيا د ټينګښت سبب وګرځي.

ښاغلي آريوبي څرګنده کړه، چې ټولې هغه ستونزې چې د ياد سيسټم د تطبيق پر وړاندې خنډونه جوړوي، تشخيص او د هواري په موخه یې بايد له اړوندو ادارو سره په ګډه کار وشي.

نوموړي برېښنايي سيسټم ته د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو زياتول د وزارت لومړيتوبونه وبلل او په دې برخه کې يې له مسوولو کسانو د لازمو اقدماتو غوښتنه وکړه.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS