د سمنگان د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

content_admin
Mon, Sep 14 2020 9:34 AM
zxs

د سمنگان د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

د سمنگان د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د ولايتي شورا غړو، د مدني فعالانو، ديني عالمانو، د شهيدانو ورثينو، د معلوليت لرونکو وګړو او سلګونه ګډونوالو په شتون او ګډون سره د شهيد اوونۍ څخه نمانځنه وکړه.

د غونډې په پيل کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د سرپل ولايت د آمريت آمر لخوا، د شهيدانو او معلولينو په چارو د دولت وزارت وزير، لعل الدين آريوبي پيغام د شهيد اوونۍ په مناسبت ګډونوالو ته ولوست.

د آريوبي صيب په پيغام کې راغلي و، چې د شهيد اوونۍ له نمانځلو موخه، د شهيدانو له قربانيو او ښرښندنو څخه ستاینه او راتلونکو نسلونو ته د هغوی د لارې تعقيبولو انګيزه ورکول دي.

د ښاغلي وزير صيب په پيغام کې له ولايتي آمرينو څخه غوښتنه شوې وه، چې د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو په پار د خدمت په برخه کې دې له ژمنتيا، ريښتينوالۍ، د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د غوره ژوند د اسانتياوو برابرولو او د مسوليتونو په سم ډول اجرا کولو له مخې دې خپلې دندې په پوره ايماندارۍ ترسره کړي.

همدارنګه د غونډې په بهير کې د غونډې نورو ګډونوالو هم د شهيدانو د قربانيو ستاينه وکړه او غونډه د سولې، ورورولۍ او جګړې د پای ته رسېدو په پار له دوعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS