د اسنادو او وثیقو د څېړونکې کمېټې کاري بهیر باید چټګ، روڼ او ژر نهایي شي

content_admin
Sat, Aug 15 2020 4:09 PM
mmd

د اسنادو او وثیقو د څېړونکې کمېټې کاري بهیر باید چټګ، روڼ او ژر نهایي شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د اسنادو او وثیقو د څېړلو کمېټې غړو سره وکتل او د دوی د کاري بهیر او اجراآتو د څرنګوالي راپور یې واورېد.

ښاغلي آریوبي د یادو ادارو د استازو له هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه وویل، چې دا د ټولو ملي او مشترک مسولیت دی، تر څو په سمه توګه د شهیدانو او معلولینو د اسنادو او وثیقو بهیر وڅېړل شي، پاک او ناک اسناد تفکیک، خدمات اسانه او په دې پروسه کې د راتلونکو ستونزو او خنډونو مخه ونیول شي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې په دې برخه کې باید یو منظم پلان ترتیب شي، څو د ورځنيو څیړل شويو اسناد او وثیقو شمېر او د دې پروسې د نهایي کېدو وخت معلوم کړي. د دې تر څنګ کاري کړنلاره هم روښانه او منظم او اسناد په څو ګټګوریو ووېشل شي، چې دې سره سمه څېړنه مخکې لاړه شي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې د دې څېړنې او ارزونې اساسي موخه د فساد مخنیوي، د بیروکراسۍ ختمول، د پاکو او ناپاکو اسنادو جلا کول، رونټیا ټینګښت، د ممکنه ستونزو، ننګونو او د ناقانونه کړنو مخنیوی دی.

ښاغلي آریوبي د کمېټې غړو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل زیاته یې کړه، چې تاسې صلاحیت لرئ او هیڅوک حق نه لري، چې ستاسې په چارو کې لاسوهنه وکړي. تاسې باید دا بهیر چټګ او ورڼ کړئ تر څو مطلوبه پایله ترلاسه کړو.

د کمېټې غړو هم د کاری بهیر د لا ښه والي او چټګتیا په موخه خپل نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه د وزارت مشرتابه سره شریک کړل.

د یادونې وړ ده، چې د اسنادو او وثیقو د څېړنې کمېټه د جمهور رییس د حکم پر بنسټ د (سترې محکمې، لویې څارنوالۍ، مرکزي احصایې، ملي امنیت عمومي ریاست او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت) استازو څخه جوړه شوې ده، چې د شهیدانو او معلولینو د اسنادو او وثیقو د څېړنې او ارزونې مسولیت لري او تر دا مهاله یې ډېر شمېر اسناد او وثیقې څېړلې او ارزولي دي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS