د مالیې وزارت د FPIP پروسې استازو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مسولینو سره ناسته وکړه

mmd_admin
Mon, Sep 23 2019 2:38 PM
1

د مالیې وزارت د FPIP پروسې استازو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مسولینو سره ناسته وکړه

 

د مالیې وزارت استازو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د برېښنایي سیستم د معیاري کولو په موخه د غازي امان الله خان په تالار کې د همغږۍ ناسته وکړه.

دا ناسته د دې وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي دل آقا صوفي زاده په مشرۍ ترسره او د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو او امتیازاتو د ورکړې سیستم د معیاري او ساده کولو پر څرنګوالي بحث نظرونه تبادله شوه.

د مالیې وزارت د یادې پروسې استازو د دغې پروسې د موخې او تطبیق څرنګوالي په اړه هر اړخیز پرزنټېشن وړاندې او روښانه یې کړه، چې څه ډول د دې وزارت پخواني سیستمونه د معاشاتو د ورکړې، حاضرۍ،  تدارکاتو او د وزارت نورې برخې عصري برېښنایي هغو ته واړوو.

ښاغلي صوفي زاده د مالیې وزارت له همکاریو مننه وکړه وویل، چې د دې سیستم له پلي کېدو سره به ټولې ستونزې له منځه لاړې شي او ټولې ورځنۍ چارې به معیاري او په یوه منظم سیستم کې تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS