د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانانو لپاره د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د افغانانو لپاره د هوساینې او پر مختګ مؤسسې سره د (۱۵۰۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې (۲۹۲) تنو یتیمانو او کونډو ته نغدي مرستې ووېشل شي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې خیریه مؤسسې مرستیال محترم صداقت صافي ترمنځ لاسلیک شو چې د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.
محترم مولوي ثناءالله فرقاني د یتیمانو او معلولینو د کورنیو ستونزې او اړتیاوې د مؤسسې له مسؤلینو سره شریکې کړې. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه یتیمانو او معلولینو د څو لسیزو ناخوالو، ستونزو او بدبختیو له امله ډېرې سختې ورځې تېرې کړې دي، اوس ښه فرصت برابر شوی چې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو ستونزو او اړتیاوو ته په سمه او اساسي توګه رسیدنه وشي.
