د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم مولوي سخي جان یې ملتیا کوله، بلخ ولایت ته یې سفر وکړ، هلته یې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو سره له نږدې وکتل او د دعوت او ارشاد له چارو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
محترم مفتي عبدالاحد مسعود د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد چارو په هکله اصلاحي وينا وکړه، همداراز په یاد ریاست کې د دعوت او ارشاد چارو له مسؤل سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
