په پکتیا ولايت کې پر یو سل او یو (۱۰۱) تنو مستحقو معلولينو باندې ویلچرونه ووېشل شول
د پکتیا ولايت شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په یاد ولايت کې پر (۱۰۱) تنو مستحقو معلولينو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.
د یادو ويلچرونو د وېش پر مهال د پکتیا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي محمدي معلولیت لرونکو وګړو ته د لا زیاتو مرستو برابرولو ژمنه وکړه.
