د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر نه سوه(۹۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ او همغږۍ په دې وزارت کې پر (۹۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې په يادو مرستو کې اوړه، وريجې، لوبیا، نخود، بوره او غوړي شامل وو.
د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس محترم مفتي فيصل خاموش، د پرمختيايي پروژو د څارنې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د پلانونو د تطبیق او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي او یادې مؤسسې ځینو مسؤلينو حضور درلود.
د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش په مرکز او ولایتونو کې د یادې مؤسسې له کړيو مرستو څخه مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو او مؤسسو یې وغوښتل چې له دې زیانمن شوي قشر سره لازمې مرستې وکړي.