د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د معلولينو له یو شمیر مدني بنسټونو استازو سره وکتل

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۹:۲۶
sf

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د معلولينو له یو شمیر مدني بنسټونو استازو سره وکتل

نن چهارشنبه د کب په ۶مه، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي د مشرانو جرګې سناتورې آغلې شاه بي بي کامه وي او یو شمیر معلولینو سره د قانون تعديل، اصلاحاتو، فزیکي لاسرسي او د وزارت له کړنو او پروګرامونو څخه د ملاتړ په موخه ناسته او خبرې وکړې.

د ناستې په پیل کې آغلې کامه وي او اسدالله کامه وي د معلولیت لرونکو وګړو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل: معلولین همېشه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د کړنو، اصلاحاتو او پرمختګونو په برخه کې د وزارت له رهبري سره همکار دي.

دوی د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ملي فدراسیون جوړيدل، کارموندنې، زده کړې، فزیکي لاسرسي او قانون تعدیل د معلولیت لرونکو وګړو د مهمو غوښتنو په توګه مطرح کړې.

همدارنګه يې د معلولينو د تثبيت او د اسنادو بیاکتنې کمېسيون له لوري د معلولينو په کتګوريو ويشل يې توپيري چلند وباله، ټولو معلولينو ته يې د برابرو حقونو غوښتنه وکړه او په خبره يې چې هر معلوليت لرونکی وګړی د جګړې له امله په مستقيم او يا غير مستقيم ډول معلول او زیانمن شوی دی.

د ناستې په بهير کې قاضي احمد راشید د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو او امتیازاتو قانون د تعدیل په برخه کې د مسلکي او فعالو معلولينو پر رول او ګډون ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دې قشر غوښتنو سره سم باید قانون تعدیل او پرې بياکتنه وشي. څو ياد قانون معلوليت لرونکو وګړو لپاره ځوابويونکی شي.

پوهنمل حميدالله فاروقي د معلولینو د حقونو لپاره د يادو استازو د مبارزې او دوامداره همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، بې له شکه چې افغان دولت په زياترو برخو کې له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګريوان دی او په ځانګړې توګه روان جګړييز وضعيت د معلولینو په سکتور تر بل هر قشر زياته بده اغیزه کړې؛ نو پر دې بنسټ دا زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی چې دې ځوریدلي قشر ستونزو ته د يو او بل په همکارۍ، همغږۍ او ملاتړ رسيدنه وکړو.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د قانون د تعدیل کارونه د عدلیې وزارت څخه د جمهوري رياست دويم مرستيال ته راجع شوي او له نهایی کیدو سره سم به ددې قشر په ژوند کې د پام وړ بدلونونه او پرمختګ را منځته شي، کوم چې ټولې غوښتنې او اړتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د معلوليت لرونکو وګړو د ګمارنې پروسه، د معلولینو ملي فدراسیون نهایی کول او د اصلاحاتو راوستل د وزارت کاري لومړیتوبونه دي او په دې هکله دوامدار کار او هڅې روانې دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۴
Background image

تفاهمنامۀ همکاری میان وزارت امور شهداء و معلولین و مؤسسه زندگی برای آسایش و ترقی امضاء گردید

وزارت امور شهداء و معلولین در راستای حمایت اقتصادی از خانواده های ایتام، تفاهمنامۀ همکاری را به ارزش مجموعی (۲۴) هزار و (۴۶۵) دالر با مؤسسه زندگی برای آسایش و ترقی(LRD) امضاء کرد که بر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۱۹
Background image

کارکردها و فعالیت های یکسالۀ ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز مورد بررسی قرار گرفت

به منظور بهبود اجراآت و بررسی از چگونگی ارایه خدمات به موقع و شفاف به خانواده های شهداء و معلولین، هیئت وزارت امور شهداء و معلولین تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئيس تفتیش داخلی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

دو تن از آمرین در وزارت امور شهداء ومعلولین به کارمندان معرفی و به کار آغاز نمود

به اساس لزوم‌ دید و حکم مقام محترم وزارت امور شهداء و معلولین، محترم الله ‌محمد دوست به حیث آمر پلان، توحید و تحلیل گزارشات در ریاست ارتباط خارجه، پلان و امور تقنین و همچنان محترم خان. . .

BACK TO NEWS