په ننګرهار ولایت کې پر (٦٠) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۳۱
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولایت کې پر (٦٠) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل او په ورته وخت کې هر معلول ته زر (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.

د ویلچرونو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم  محمد صابر ځواک د یادې خیریه مؤسسې څخه مننه وکړه او معلولیت لرونکو وګړو ته یې ډاډ ورکړ چې یاد ریاست پوره هڅه کوي د خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لازیاتې مرستې راجلب کړي تر څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د لوګر ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې د شهيدانو او معلولینو چارو رياست اړوند مدیریت له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره شوه

د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي نیازمحمد په مشرۍ یو پلاوي د دې ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ياد رياست اړوند مدیریت کاري بهیر څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د پکتيکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د دې ولایت د عامې روغتيا له رئيس سره وکتل

په دې کتنه کې د پکتيکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج معلولينو ته په مرکز او ولسوالېو کې د روغتیايي اسانتياوو برابرولو او صحي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۵۹
Background image

په کنړ ولايت کې له یو شمېر معلولینو سره د اقتصادي ځان بساینې په موخه مرستې ترسره شوې

د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د ميرمنو لپاره د مهارتونو د زده کړو او تحقيق مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې (۱۲) تنو معلولینو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه مرستې. . .

BACK TO NEWS