Notice for Higher Education

mmd_admin
۱

د لوړو زده کړو خبرتیا

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له #جهان او #تابش خصوصي پوهنتونونو، #ملي او #پیام د  لوړو زده کړو موسسو سره  د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د لوړو زده کړو د وړیا سکالرشیپونو او تخفیف په اړه د همکارۍ دوه اړخیز تړونونه لري او ژمن دی، چې دغه قشر ته د لوړو زده کړو فرصتونه برابر کړي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت  د شهیدانو ټولو په شرایطو برابرو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته خبر ورکوي، چې یاد خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د تلې میاشتې په ۳ نېټه د نویو محصلینو د جذب لپاره په کابل کې د کانکور ازموینه اخلي او هغه خلک، چې د لوړو زده کړو لېوالتیا لري کولای شي په ازموینه کې ګډون وکړي او د لوړو نمرو ترلاسه کولو وروسته له وړیا سکالرشیپونو او تخفیف څخه برخمن شي. 

په درنښت